انصار: ( دکب 27مه)، د طالبانو حکومت وايي د دوی د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي پرون د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر بختیار سعیدوف سره د دواړو هېوادونو د موافقو او مسایلو پر تعقیب خبرې وکړې.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد په خپله ایکس شبکه کې لیکلي چې دواړو لوریو ومنله چې د شویو موافقو پر عملي کېدو به کار کوي.
په دوام راغلي چې په څو ورځو کې به د اړوندو چارو د وزیرانو په سطحه تعقیبي غونډه وشي.
امیر خان متقي پرون د پاکستان د بهرنیو چارو له نوي ټاکل شوي وزیر اسحاق ډار سره هم ټلیفوني خبرې وکړې.
د ازبکستان او پاکستان په ګډون د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو دا دواړه له هغو ګوتو په شمېر هېوادونو دي چې د طالبانو ډیپلوماتان یې منلي دي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30638